اسلام،الحاد،اوساینس
"لیکوال"ډاکټر محمد عثمان نظامي
دلته ډاونلوډ کړئ

اسلام،الحاد،اوساینس
بسم الله الرحمن الرحیم
إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ (190) الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ والْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَاعَذَابَ النَّارِ(191)
الحمدلله دا د الله تعالی ډیر لوی احسان دی چه ما عاجز بنده ته یی د دی کتاب د لیکلو توفیق راکړو.د انسانانو دپاره د دی نه لوی خدمت نشته چه د جهنم د اور نه بچ شی او جنت ته لاړ شی.پوهیږو چه د الحاد،دهریت یا ایټییزم ریشی په اکثره ملکونو کی خوری شوی دی.چه زمونږ او ستاسو ځنی ورونه او خورګانی هم د دوی په غلطو تبلیغاتو کی راځی،او په دی سبب چه دوی فکر کوی چه ګوندی ملحیدین هر شی او هره خبره په ساینس ،عقل او منطق منی په پټو سترګو د الحاد یا ایټییزم خواته ځی او د الله تعالی څخه انکار کوی.مګر حقیقت بلکل برعکس او سرچپه دي.حقیقت خو دا دي چه:ملحیدین د خپل فطرت او دنیا په سترګو کی خاوری اچوی او هم خپلو نفسونو او هم دنیا ته د جهنم دعوت ورکوی ،او په حقیقت کی همدوی دی چه نه ساینس منی نه عقل او نه منطق۔
په دی کتاب کی په همدی موضوع بحث شوی دی ،او د قرآنی،ساینسی،فلسفی او عقلی دلایلو په رڼا کی دا ثبوت شویده چه الله تعالی حق دي قرآنکریم د الله تعالی کلام دي،اسلام حق دین دی او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی نبی او رسول دي۔
د لیکوال په اړه
دوکتور محمد عثمان نظامي په مسلک کې د طب ډاکټر دی. تاسو د افغانستان په ننگرهار کې زیږیدلی یاستئ. تاسو د بشریت لپاره ډیر قیمتي کارونه کړي، دا کتاب "اسلام، الحاد او ساینس" یو له هغو څخه دی.